افغان ځواکونو پروان کې څلور مهم طالبان قوماندان نیولي دي

1 عقرب 1398 ساعت 10:29

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په پروان ولایت کې د وسله والو طالبانو څلور مهم قوماندانان نیولي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په پروان ولایت کې د وسله والو طالبانو څلور مهم قوماندانان نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه طالب قوماندانان پرون سه شنبې د تلې ۳۰ مه د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په پل مټک سیمه کې نیول شوي دي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند محفوظ ولي زاده وایي، دغه طالب قوماندانو غوښتل د غور بند درې ته واوړي، چې د افغان ځواکونو له خوا ونیول شول.

د هغه په وینا نیول شوي طالب قوماندانان په اصل کې د بغلان او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکي دي او غوربند ته د ترهګرو فعالیتونو تر سره کولو په موخه اوښتل.

د پروان د والي ویاند زیاتوي، چې دغه طالب قوماندانو څخه دوه تنه د پروان د سیاګرد ولسوالۍ او دوه نور یې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو نظامي قوماندان دي.
 
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 121595

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121595/

جمهور
  https://www.jomhornews.com