افغانستان د دفاع وزارت سرپرست بروکسل ته ولاړ

1 عقرب 1398 ساعت 14:00

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ناټو غړو هېوداونو د دفاع وزیرانو په غونده کې د ګډون په موخه بروکسل ته ولاړ.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ناټو غړو هېوداونو د دفاع وزیرانو په غونده کې د ګډون په موخه بروکسل ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د لړم لومړۍ نېټه خبره شوې خبرپاڼه وايي، خالد به د دې غونډې په څنډه کې د ناټو غړو هېوادونو له دفاع وزیرانو سره جلا لیدنې هم ولري.

سرچینه زیاتوي، چې په دې غونډه کې د ناټو غړي هېوادونه د افغان ځواکونو د سلا مشورې په تړاو د خپل ماموریت د دوام پر څرنګوالې خبرې اترې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه نن چهارشنبې د دغه سازمان د ناټو د عمومي مشر ینس سټولټنبرګ په وینا پیل شوه.

دغه غونډه به سبا پنشنبې هم دوام وکړي، چې په کې به د افغانستان د روان وضعیت او سولې په اړه هم خبرې اترې په کې وشي.

د ناټو عمومي منشي و ویل، چې دوی په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي او په دې اړه یې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121607

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121607/

جمهور
  https://www.jomhornews.com