۰
د ملکي تلفاتو په اړه د ولسي جرګې اندېښنه:

د جګړې ښکېلو غاړو داخلي او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي

چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۷
ولسي جرګې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له خوا خپاره شوي ارقام وحشتناک وبلل.
د جګړې ښکېلو غاړو داخلي او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي
ولسي جرګې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له خوا خپاره شوي ارقام وحشتناک وبلل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بشري حقونو کمېسیون د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي وو چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۵۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو کمېسیون په راپور کې ویل شوي، په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۱۱ ملکي افغانان د ښکېلو غاړو تر منځ نښتو کې وژل شوي او ۴۸۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغه کمېسیون په وینا یاد شمېره ښيي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې سږ کال ۸ سلنه لوړ والی راغلی دی.

د کمېسیون کمېشنر نعیم نظري د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال و ویل، له کمېسیون سره د ثبت شویو شمېرو له مخې د تېرو شپږو میاشتو د مرګ ژوبلې ۷۵ سلنه مسوولیت طالبانو ته ور اوړي.

د هغه په وینا د ۱۱ سلنه ملکي مرګ ژوبلې مسوولیت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دوی ملاتړو ځواکونو ته متوجه دی، درې سلنه د داعش له غاړې او لس سلنه نورو پېښو عاملین معلوم نه دي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو په عملیاتو کې ۱۰۵۱ تنه وژل شوي او ۳۸۲۷ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلی، چې د داعش په بریدونو او عملیاتو کې بیا ۳۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰۱ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د کمېسیون په راپور کې دا هم لیکل شوي، چې په دې موده کې ۱۲۶ تنو د وژونکو او ۵۵۹ نور ټپي شویو کسانو عاملین نه دي څرګند.

دغه راز کمېسیون وایي، ډېورنډ کرښې ته نېږدې له هغې غاړې د پاکستاني پوځیانو په توغندییز بریدونو کې هم ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وسله والې نښتې، د سړک د غاړې ماینونه، ځانمرګې بریدونه، هوايي بمبارۍ او شپې عملیات د ملکي تلفاتو د ستر عواملو په توګه یاد کړي دي.

 ولسي جرګې همدې راپور ته په غبرګون کې وایي، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په بې ساري ډول پورته شوې او دا یو وحشتناک حالت دی.

د جرګې رییس میر رحمان رحماني و ویل، چې د جګړې ښکېلو غاړو ملي او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي او د ملکیانو ژوند ته پاملرنه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته په کتو ترهګرۍ ډلې د ملکیانو په مرګ ژوبله کې هېڅ قاعدې او قانون ته ژمن نه دي او نه بشري حقونه پېژني.

د جرګې رییس د داخلي امنیت او دفاعي کمېسیونو مسوولینو ته دنده وسپارله تر څو په دې اړه د حکومت له امنیتي مسوولینو څخه پوښتې وکړي تر څو د ملکي وګړو ژوند خوندي شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي