۰

افغان حکومت تر اوسه د بېجنګ په غونډه کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې

پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۸
افغان حکومت لا تر اوسه بېجنګ کې د افغان سولې په تړا جوړېدونکې غونډه کې ګډون پرېکړه نه ده کړې، خو وایي، په اړه یې مشورې روانې دي.
افغان حکومت تر اوسه د بېجنګ په غونډه کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې
افغان حکومت لا تر اوسه بېجنګ کې د افغان سولې په تړا جوړېدونکې غونډه کې ګډون پرېکړه نه ده کړې، خو وایي، په اړه یې مشورې روانې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، حکومت په دې تړاو سلا مشورې پیل کړې، چې په دغه غونده کې ګډون وکړي که نه.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی غور کوي چې د چین لخوا دغې ناستې ته په پام کې نیول شوي معیارونه دا ایجابوي چې افغان حکومت هم دغې غونډې ته ورشي؟

وزارت ټینګار کړي، چې دوی د سولې د هرې هڅې ملاتړ کوي، خو تمه لري چې دا هڅې د افغان سولې پروسه یو ګام د پرمختګ خواته بوځي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت زیاته کړې، چې د سولې دا ډول ناستې باید همه شمولې وي او افغان دولت یې باید مرکزي رول پر غاړه ولري.

په ورته وخت کې حامد کرزي هم نن خپل کور ته هغه سیاستوال وربللي وو چې ټاکل شوې د چین په کوربه توب دغې ناسته کې ګډون وکړي.

د حامد کرزي د دفتر نږدې سرچینو ویلي، له افغان سیاستوالو څخه د کرزي په مشرۍ نږدې دېرش رهبران بیجنګ ته ورغوښتل شوي چې نن یې د دغې غونډې په تړاو خپلو کې سره سلا مشورې کړې دي.

د یادونې ده، چې بېجنګ کې د سولې په تړاو غونډه به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د چین په کوربتوب جوړه شي، چې د افغان حکومت، افغان سیاسیونو، طالبانو او ځینو نورو هېوادونو استازي هم وربلل شوي دي.

طالبانو هم تایید کړې، چې غونده جوړېږي، دوی ته هم بلنه ورکړل شوې او منلې یې ده، چې په دغه غونډه کې به ګډون کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي