۰

له ۳ کلو وروسته افغان ځواکونو د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ ونیوله

پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۶
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه وه توانېدل، چې د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو بېرته ونیسي او یو شمېر سیمې له شتون څخه پاکې کړي.
له ۳ کلو وروسته افغان ځواکونو د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ ونیوله
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه وه توانېدل، چې د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو بېرته ونیسي او یو شمېر سیمې له شتون څخه پاکې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بغلان دهنه غوري ولسوالي له تېرو دریو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې وه، خو پرون افغان ځواکون بېرته ترې ونیوله.

د دفاع وزارت له خوا خپاره شوي تصویرونه هم ښي، چې افغان ځواکونه د یادې ولسوالۍ په مرکز کې ګزمې کوي.

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته د درنو تلفاتو د اړولو خبر هم وکړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په وژل شویو طالبانو کې د تاله برفک ولسوالۍ لپاره د دوی د استخباراتو مسوول، قاري بختیار پر ځای د بغلان لپاره د دوی نومول مرستیال والي او نظامي قوماندان هم شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه راز په عملیاتو کې د طالبانو د عشر او زکات ټولو مسوول د قاري عصمت الله په ګډون ۷۱ طالبان نیول شوي هم دي او همدرانګه د هغوی د چاوېدونکو توکو، وسلو، مهماتو، ځانمرګو بریدونو مرکزونه او پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

سرچینه وایي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې يې د پلخمري ښار ته څیرمه د ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او د کیله ګي سیمې هم د طالبانو څخه پاکې کړي دي.

دفاع وزارت  ټینګار کړي، چې دا عملیات به د وسله والو طالبانو د کنټرول لاندې سیمو د بیرته نیولو پورې دوام ومومي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي