۰

چارواکي: افغان ځواکونو هلمند کې د القاعده یو غړی نیولی

پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۴
د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د القاعده شبکې یو غړی نیولی دی.
چارواکي: افغان ځواکونو هلمند کې د القاعده یو غړی نیولی
د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د القاعده شبکې یو غړی نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ویلي، د القاعده دغه غړی د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال نیول شوی دي.

نومووي له رسنیو سره خبرو کې د نیول شوي کس د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي وايي، په دغه عملیاتو کې د القاعده شبکې په یوه پتڼځای کې دېرش پاکستاني پرېژندپاڼې او ځینې نور اسناد هم تر لاسه شوي دي.

د احمدي په وینا د القاعده شبکې دا غړی د افغان ځواکونو لپاره مهم هدف و، چې له یوه بل کسر سره یو ځای ونیول شو.

احمدي ویلي«دغه کس چې ډيرمهم دی په هلمند او جنوبي ولایتونو کې به د القاعدې شبکې د پلانونو په اړه مهم معلومات ورڅخه تر لاسه شي له دوی سره دېرش د هویت هغه کارتونه چې د ډیورنډ پولې یوې او بلې خواته به يې د نفوذي کسانو لپاره کارول هم نیول شوي.»

د کندهار د والي ویاند زیاته کړې، چې د دغه عملیاتو جزیات به ډېر ژر له رسنیو سره شریک کړی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي امنیت څه موده وړاندې د هلمند په موسی کلا کې هم د عملیاتو پر مهال د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د پاکستاني الاسله مشر عاصم عمر د وژل کېدو راپور هم ورکړی وو.

هغه په مهال چارواکو ویلي په دې عملیاتو کې د پنځو نورو القاعده غړو په ګډون یو شمېر نور وسله وال چې ډېری یې پاکستانیان و هم وژل شوي دي.

خو طالبانو د عاسم عمر وژل کېدل رد کړل او ویې ویل، چې د موسی کلا په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي