ننګرهار:

۱۸داعشیان له کورنیو او ۳۵ ماشومانو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شول

2 عقرب 1398 ساعت 12:38

سیمه ییز چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې ۱۸ داعش وسله وال چې بهرنیان هم په کې دي د خپلو کورنیو د غړو او ۳۵ ماشومانو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شول.


سیمه ییز چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې ۱۸ داعش وسله وال چې بهرنیان هم په کې دي د خپلو کورنیو د غړو او ۳۵ ماشومانو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار چارواکو دغه تسلیم شوي داعشیان او د هغوی د کورنیو غړي د ننګرهار د ملي امنیت ریاست کې رسنیو ته وښودل.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، دغه داعشیان په تېرو دریو ورځو کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي، چې د کورنیو غړي یې هم ورسره دي.

د هغه په وینا په تسلم شویو داعشیانو کې درې اردني نارینه، درې اردنۍ مېرمنې، یو پاکستانی او دغه راز ۳۵ ماشومان هم چې د دوی اړوند دي شامل دي.

ښاغلي میاخېل د یوه اردني داعشي له قوله چې کم کم پر انګلیسي هم پوهېږي وايي، دغه درې تنه اردوني داعشیان د ترکیې په پاسپورټ ایران او له ایران څخه بیا په قاچاقي ډول افغانستان ته راوښتي دي.

دغه اردوني ویلي، چې نیول شوي دوه نور کسانو کې یې یو ورور او بل یې هم د قبیلې دی او دوی غوښتل، چې د اسرائیلو پر ضد جهاد وکړي.

تسلم شویو اردني داعشیانو ویلي، چې دوی درې میاشتې د هسکې مېنې ولسوالۍ د اغز په سیمه کې تېرې کړې، خو کله چې د افغان ځواکونو له خوا د دوی مرکزونه له منځه یووړل شول، حالت پرې سخت شو، د خوراک لپاره یې څه نه درلودل او یخنۍ هم پسې اخیستې وو.

د ننګرهار د والي په وینا د دغه داعشیانو د تسلیمېدو په پر مهال جالبه صحنه ده وه، چې د ښوې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي، چې د طب محصل هم دی و ویل، چې په تسلم شویو داعیشانو کې دا یو کس د ده ورور دی.

د طب دغه محصل ویلي، چې د دریو کلونو نه ورک و او د داعش د لیکو سره یوځای شوې و. دوی ترې خبر نه و چې چېرته دی.

همدې تسلم شوي داعشي دا هم ویلي، د دوی ګروپ د هسکې مینې په پیښه کې چې ۶۳ کسه ملکی وګړي په کې شهیدان او ۳۳ ټپیان شول، لاس درلود.

د ننګرهار د والي زیاتوي، چې له تسلم شویو کسانو نورې پلټنې هم روانې دي او د برخلیک په اړه به یې مرکز کابل کې تصمیم نیول کېږي.

د داعش پر ضد په اچین، ده بالا، وزیرو او د پچیرواګام په تنګیو کې د یوې نیمې میاشتې پراخه هوایې او ځمکني عملیاتو له امله د داعش مهم مرکزونه په ننګرهار کې ختم شول.

د ده په وینا له هغې چې دا عملیات په لار اچول شوي وو د داعش ډېر غړي مړه، یو شمیر یې د فرضې کرښې نه هغه خوا اوښتي او ګڼ شمیر داخلي او بهرنې داعشیان د کورنیوسره په سرحدي سیمو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تسلیمېدو په حال کې دي.

دغه راز د ننګرهار ولایت چارواکو شینوار ولسوالۍ کې ۶ کسه تسلیم شوي طالبان هم رسنیو ته وښودل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121639

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121639/

جمهور
  https://www.jomhornews.com