۰
د امریکا دفاع وزیر:

طالبان په جګړه کې نشي بریالي کېدای، امریکا د خپلو ځواکونو د دوامداره ساتلو په لټه کې ده

شنبی ۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۲
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په تازه څرګندونو کې ویلي طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای او ښه ده چې د سولې لار خپله کړي.
طالبان په جګړه کې نشي بریالي کېدای، امریکا د خپلو ځواکونو د دوامداره ساتلو په لټه کې ده
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په تازه څرګندونو کې ویلي طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای او ښه ده چې د سولې لار خپله کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسپر د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په دویمه ورځ خبرو کې ویلي، واشنګټن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جوړښت اصلاح کولو او د ځواکونو دوامداره ساتلو په لټه کې ده.

د امریکا دفاع وزیر په دغه غونډه کې ټينګار وکړ چې ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته ژمنه ده.

د هغه په وینا د ناټو متحدانو او د افغانستان حکومت سره په افغانستان کې د ځواکونو جوړښت ته د اصلاح ورکولو په مسلو خبرې شوې دي.

مارک اسپر وایي، د تاوتریخوالي کمول د سولې د پروسې د بیا پیل لپاره اړین دي او طالبان باید پوه شي، چې دوی د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای.

باید و ویل شي، چې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل او پنشنبې پای ته ورسېده.

په دغه ناسته کې چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم ګډون کړی و، په دوهمه ورځ د افغانستان پر روان وضعیت او سولې خبرې وشوې.

د ناټو سرمشني هم پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې لار خپله کړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

هغه دا هم ویلي و، چې ناټو د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ او رونې ته ژمنه ده او خپل همکاریو ته به دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي