یوه روسي سرتېري خپل اته همکاران وژلي دي

4 عقرب 1398 ساعت 8:12

د روسې دفاع وزارت ویلي، یو روسي سرتېري خپل اته تنه همکاران په ډزو وژلي دي.


د روسې دفاع وزارت ویلي، یو روسي سرتېري خپل اته تنه همکاران په ډزو وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د لړم ۳ مه د ټرانسبایکال سیمې په ګورنې کلي کې شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت ویلي پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د پوځي مرکز ساتونکو د پیرې نوبت بدلېده.

د برید کوونکي پوځي هویت نه دی په داګه شوی خو چارواکي وايي، په پېشه کې دوه افسران او شپږ نور سرتېري وژل شوي دي.

د روسي چارواکو په وینا برید کوونکی پوځي په رواني ناورغۍ اخته و او دا مهال په توفقف کې ساتل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121657

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121657/

جمهور
  https://www.jomhornews.com