۰

ولسمشر غني د هند له مرستیال ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

شنبی ۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هند له مرستیال ولسوال وینکایا نایډو او بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د هند له مرستیال ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره کتلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هند له مرستیال ولسوال وینکایا نایډو او بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د له هندي چارواکو سره د ښاغلي غني او افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله مجب ناسته پرون د اذربایجان پلازمېنه باکو ښار کې د ناپیلو هېوادو د اتلمسې ناستې په څنډو کې شوې ده.

دواړو لورو له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړتیا، د ترهګرۍ په ملاتړو هېوادونو فشار راوړلو، د خپلمنځي اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو همکاریو او د سولې د هڅو په ملاتړ او دوام ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني تر دې وړاندې د باکو په ناسته کې د وینا پر مهال ویلي، چې افغان حکومت د سولې رهبرۍ اخیستو ته چمتو او ژمن دی.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي او له طالبانو یې یو ځل بیا وغوښتل، چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ومني.

ولسمشر په دې ناسته کې د سمیې پر هېوادونو هم غږ کړی و، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې اقدامات وکړي.

د هغه په وینا که طالبانو او د هغوی ملاتړو د افغان حکومت د سولې وړاندیز منلی وای اوس به افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر ډېر کم وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي