ناټو:

افغانستان مو له لومړیتوبونو دی، همکاري به ورسره دوام ولري

4 عقرب 1398 ساعت 9:16

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، افغانستان د ناټو سازمان یو له مهمو لومړیتوبونو دی او له دغه هېواد سره به د ناټو پوځي او مالي همکارۍ دوام ولري.


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، افغانستان د ناټو سازمان یو له مهمو لومړیتوبونو دی او له دغه هېواد سره به د ناټو پوځي او مالي همکارۍ دوام ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د اکتوبر ۲۵ مه د ناټو دفاع وزیرانو غونډې په پای کې کړې دي.

نوموړي ویلي، د ناټو سازمان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د ترهګرۍ ضد نړیوالې جګړې په سر کې دی ملاتړ ته ژمن دی او له دغه ځواکونو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ناټو سرمنشي و ویل« د افغانستان څخه زموږ ملاتړ هم د قواو او هم د مالي منابعو له درکه ټینګ او دوام لري زموږ ۱۶ زره سرتېري د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې خدمت کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې ناټو د طالبانو سره د مذاکراتو د پیل کېدو ملاتړ کوي خو په وینا یې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته اغاړه کېږدي.

دغه راز د ناټو مشر دا هم و ویل، چې اداري فساد په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده او د دغه هېواد سره د ناټو د مالي مرستو یوه برخه د فساد په وړاندې د مبارزې او د شفافیت په خاطر ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121663

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121663/

جمهور
  https://www.jomhornews.com