افغان ولسمشر محمد اشرف غني د باکو ناستې په څنډو کې د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، ولسمشر غني پرون د لړم ۳ مه د اذربایجان پلازمېنه باکو ښکار کې د ناپېلو هېوادونو د اتلسمې غونډې په څنده کې له خپل پاکستاني سیال سره وکتل.
سرچینه وایي، ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته و ویل، چې د دوی په خاوره کې د طالبانو د رهبرانو آزاد فعالیت د تاسف وړ دی.
ولسمشر غني، د پاکستان ولسمشر ته دا هم ویلي، چې افغان ځواکونو د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې طالبان، داعش او نوروې ترهګرې ډلې ځپلې او پاکستان هم باید ورته کار وکړي.
په ورته وخت کې ارګ زیاته کړې، د پاکستان ولسمشر هم د افغانستان امنیت او ثبات د خپل هېواد لپاره مهم بللی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
باید وویل شي، ولسمشر غني د باکو په ناسته کې د سیمې له هېوادونو هم وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد جدي اقدامات وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل