نیکولاس کي:

د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو، پیاوړتیا ته به یې جدي پاملرنه وکړو

4 عقرب 1398 ساعت 11:29

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي ویلي، ناټو به افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي او د افغان ځواکونو لا پیاوړتیا ته به جدي پاملرنه وکړي.


په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي ویلي، ناټو به افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي او د افغان ځواکونو لا پیاوړتیا ته به جدي پاملرنه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کي دغه څرګندونې بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو کې تر ګډونو وروسته له خبریالانو سره کړې دي.

نوموړي ویلي، چې ناټو د افغانستان ملاتړې ده او خپل ماموریت ته به تر هغې دوام ورکړي، تر چې افغانستان کې سوله نه وي راغلې.

د ناټو ملکي استازي ټینګار کړی، تر چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې، له ترهګرۍ سره مبارزه او جګړه به روانه وي.

د هغه په وینا ناټو دفاع وزیراتو ژمنه کړې، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ادامه ورکوي او تر څنګ به یې د افغان ځواکونو ملاتړ او پیاوړتیا ته هم جدي پاملرنه وکړي.

هغه دا هم ویلي، د ناټو له لوري د اصلاحاتو او فساد د له منځه وړلو په اړه شوې سپارښتنې افغان حکومت عملي کړي او د فساد رېښې وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم په دغه غونډه کې ویلي، چې له افغان ځواکونو د ناټو ملاتړ به دوام ولري.

هغه پر طالبانو غږ کړی، چې تاوتریخوالی کم کړي او بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږي تر څو په افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات ټینګ شي.

د یادونې ده، چې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د تېرې چهارشنبې په ورځ د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې پیل او د پنشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 121671

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121671/

جمهور
  https://www.jomhornews.com