د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، که دا ځل د سولې مذاکرات پیلېږي، نو هېڅ مذاکرات او هېڅ یو توافق به له اوربند پرته ممکن نه وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد چې د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل، د امریکا له خوا خبرو له درېدو وروسته د طالبانوپه دریځ کې بدلون راغلی دی.
ښاغلی خالد وایي، اوس طالبان خپله د دې خبرو د بیا بيل غوښتنه کوي او دی هیله لري، چې نوي مذاکرات له ښه موقف څخه تر سره شي.
نوموړی زیاتوي، که چېرې د سولې خبرې له سره پیل کېږي نو طالبان هغه فکرونه چې تېرو مذاکراتو کې یې درلودل له سره لرې کړي.
د خالد په وینا دا ځل هېڅ ډول مذاکرات او هېڅ یو توافق له اروبند پرته ممکن نه دي او د حکومت ټینګار پر دې دی، چې د سولې تر تړون وړاندې اوربند ټینګ شي.
د افغانستان د دفاع وزرات سرپرست د طالبانو او نور وسله والو ډلو سره د پاکستان د اړیکو په اړه و ویل، چې له دغه ډلو سره د پاکستان په چلند کې بدلون نه دی راغلی او اوس هم له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ملاتړ شته او د کوټې شورا له خوا په افغانستان کې فعالیتونه رهبري کېږي.
د خالد په خبره اوس هم له طالبانو سره بهرني همکاري یوه جدي ستونزه ده او دا له نړیوالو او سیمه ییزو تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو ښکارندويي کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل