بغلان کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي

5 عقرب 1398 ساعت 7:25

سیمه ییز چارواکي وایي، بغلان ولایت کې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، بغلان ولایت کې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه وړمه شپه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د زارعه په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري وايي، څو وسله وال کسان په یاد کلي کې یوه کور ته ننوتي او د دغه کورنۍ په غړو یې ډزې کړې دی.

دوی زیاتوي، چې د وسله والو په ډزو کې د یادې کورنۍ څلور ماشومان، یوه ځوانه انجلۍ او د هغې مور او پلار وژل شوي دي.

د ولسوال په وینا په دغه برید کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي او برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

ولسوال ویلي، دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 


د مطلب کود: 121683

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121683/

جمهور
  https://www.jomhornews.com