سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو کسانو د هلمند د ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د تحقیق څارنوال په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د لړم ۴ مه له غرمې وروسته د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې رامنځ ته شوې ده.
چارواکي وایي، موټر سایکل سپرو وسله والو د لښکرګاه ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ګرمسیر ولسوالۍ د تحقیق پر څارنوالۍ بهاوالدین ډزې کړې او وژلی یې دی.
د هلمند د استیناف څارنوالۍ رییس قاري رحیم الله د دغه خبر د پخلي تر څنګ وایي، څارنوال بهاوالدین په ګرمسیر کې د تحقیق څارنوال و خو لښکرګاه ته خدمتي راغلی وو.
د هغه په وینا څارنوال بهاوالدین له دفتره د کور خوا ته روان و، چې د نهمې حوزې اړوند سیمه کې نامعلومه وسله والو په ډژو وژلی دی.
تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې دو ورځې وړاندې د لښکرګاه د لومړۍ امنیتي حوزې د سولې څلور لاري د امنیتي پوستې قوماندان هم د وسله والو په ډژو وژل شوی وو.
جمهورخبري آژانس:هلمند