د غزني د والي ویاند وایي، افغان ځواکونو دغه ولایت کې یو رنجر موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې کشف او شنډ کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس عارف نوري ویلي، دا موټر تېر کال طالبانو پر غزني د برید پر مهال له ځان سره بېولی و او غوښتل یې چې برید پرې تر سره کړي.
خو په وینا یې افغان ځواکونو مخکې له دې چې وسله وال خپل هدف ته ورسېږدي پرون شنبې د لړم ۳ مه مازیګر مهال دغه موټر د غزني د واغظ ولسوالۍ په بګۍ کلي کې کشف او شنډ کړو.
د غزني د والي ویاند زیاتوي، چې د یاد موټر بم په تړاو یو تن نیول شوی چې دا مهال پلټنې ترې روانې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني