زلمي خلیلزاد کابل ته رسېدلی دی

5 عقرب 1398 ساعت 8:45

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پلازمېنې کابل ته را رسېدلی دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پلازمېنې کابل ته را رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، خلیلزاد له مسکو څخه کابل ته راغلی او څو ورځې به دلته پاتې شي.

ویل کېږي خلیلزاد به د دغه سفر په ترڅ کې د افغان حکومت له مشرانو سره وګوري او د سولې په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.

باید و ویل شي، خلیلزاد د ولسمشر ټرمپ له خوا د طالبانو سره د سولې خبرو تر لغوه کېدو نېږدې یوه میاشت وروسته او څو ورځې وړاندې یو ځل بیا د سولې په تړاو سفر پیل کړ.

هغه د خپل سفر په لومړي سره کې د بلجم پلازمېنې بروکسل ته ولاړ او هلته یې د ناټو او اروپايي ټولنې له استازو سره پر افغان سوله خبرې وکړې.

خلیلزاد هغه مهال ویلي و، د ناټو او اروپايي ټولنې استازو ورسره توافق کړی، چې له افغان حکومت، طالبانو او سیاسیون سره به په ګډه د افغان سولې لپاره هڅې کړندۍ کوي.

تر بروکسل وروسته خلیلزاد د روسيې پلازمېنې مسکو ته ولاړ او هلته یې د مسکو له خوا د افغان سولې په تړاو جوړه شوې څلور اړخیزه (روسیه، چین، امریکا او پاکستان) ناسته کې ګډون وکړ.

په دغه ناسته کې ټولو خواو له امریکا وغوښتل، چې له طالبانو سره ژر تر ژره د سولې خبرې پیل کړي.

دوی د جګړې پر ښکېلو غاړو دا غږ هم وکړ، چې تاوتریخوالی کم کړی، د یو بل د پام وړ شمېر بندیان خوشي کړي او د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121691

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121691/

جمهور
  https://www.jomhornews.com