فاریاب کې د طالبانو بریدونه تمبول شوي او مرګ ژوبله ورته اوښتې

5 عقرب 1398 ساعت 10:12

په شمال کې د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو فاریاب ولایت کې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


په شمال کې د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو فاریاب ولایت کې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول رادو نن یکشنبې د لړم ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسي سیمه کې د پوځ پر پوستو ډلیز بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو له برید سره سم افغان پوځ هم په ځوابیه برید لاس پورې کړ چې جګړې څو ساعته دوام درلود او د هوايي ځواک په رسېدو سره طالبان مات شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په هوايي بریدونو کې ۵۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ګڼ شمېر نور ټپیان او یو شمېر نور یې له سیمې تښتېدلي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې په جګړه کې د طالبانو څو مړي په میدان پاتې دي، او دغه راز یې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان پوځیانو لاس ته ورغلي دی.

خبرپاڼه وايي، په وژل شویو طالبانو کې د هغوی څو مهم قوماندانان هم شامل دي، خو هویت یې نه دی په داګه کړی.

طالبانو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:بلخ


د مطلب کود: 121697

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121697/

جمهور
  https://www.jomhornews.com