جوزجان کې یو طالب ولسوال له ۱۴ ملګرو سره وژل شوی دی

5 عقرب 1398 ساعت 10:29

کورنیو چارو وزارت جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه ولسوال په ګډون د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه ولسوال په ګډون د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د لړم پنځمه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د جوزجان ولایت په مُردیان ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کېوتي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه جګړه کې د جوزجان د قرقین ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت د وژل شوي طالب ولسوال د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو په ورته وخت کې زیاتوي، چې دوه نور طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه وایي، دغه دوه طالبانو غوښتل د شبرغان – مزار شریف پر لاره ماین ځای پر ځای کړي، چې خپله پر دوی چاودلی او وژلي یې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په شمال کې د پوځ چارواکو فاریاب کې هم د ۵۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدو راپورو ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121699

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121699/

جمهور
  https://www.jomhornews.com