۰

خلیلزاد له عبدالله او صلاح الدین رباني سره لیدلي دي

یکشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۰
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د جمعیت ګوند د مشر صلاح الدین رباني سره لیدلي.
خلیلزاد له عبدالله او صلاح الدین رباني سره لیدلي دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د جمعیت ګوند د مشر صلاح الدین رباني سره لیدلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد نن یکشنبې د لړم پنځمه له مسکو څخه کابل ته راغلی او عبدالله، رباني او ځینو نورو افغان چارواکو او سیاسیون سره یې لیده کاته کړي دي.

د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې د جنوبي آسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ سلاکار مېرمن لیزا کورتیس او کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم حضور درلود.

خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لورو د سولې د مذاکراتو، او په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات په راتګ خبرې اترې او بحثونه وکړل.

سرچینه وایي، دواړو لورو سوله، د افغان ولس، حکومت او امریکا له لومړیتوبونو وبلله او په افغانستان کې یې د تل پاتې سولې په راتګ ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د طالبانو څخه د تاوتریخوالي د کمولو او بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره د اوربند غوښتنه وکړه.
 
د دواړو لورو په خبرو کې د ټاکنو پر رونتوب او دغه راز د ټاکنیزو کمېسیونونو په خپلواکۍ هم ټینګار وشو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي