سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په معروف او شاولي کوټ ولسوالیو کې اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړې، طالبانو غوښتل د شاولي کوټ ولسوالۍ د چنار پر پوځي اډه برید وکړي، خو بهرنیو ځواکونو د دوی پر لېږدوونکي موټر برید کړی دی.
دی وایي، په دغه هوايي برید کې ۲۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز د کندهار د والي ویاند زیاتوي، چې څلور تنه وسله وال هم په معروف ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار