د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې د لړم په ۲۳ مه نېټه اعلانېږي

5 عقرب 1398 ساعت 13:28

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې به د روانې لړم میاشتې په ۲۳ مه نېټه اعلان شي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې به د روانې لړم میاشتې په ۲۳ مه نېټه اعلان شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن نورستاني نن یکشنبې د لړم ۵ مه کابل کې د یوې خبرناستې پر مهال و ویل، چې کمېسیون د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ونه شوی کولی د ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه چې د تلې ۱۷ مه نېټه وه اعلان کړي.

د هغې په وینا هغه مهال دوی له ولس څخه بښنه وغوښته او وروسته له هغې کمېسیون په همغږۍ سره د ټولو ستونزو په پام کې نیولو سره ټول کمېشنران او دارالانشا په دې سلا شول، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د روانې لړم میاشتې په ۲۳ مه نېټه اعلان کړي.

د نورستاني په وینا د ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډ یو ستر لامل تخنیکي ستونزې وې او کمېسیون نه غوښتل، چې شفافیت د سرعت قرباني کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې کمېسیون اوس هم د ټاکنو پر شفافیت ټینګار کوي، ځکه دا د ولس ارده ده او په دې برخه کې باید په پوره احتیاط او شفافیت سره قدمونه واخستل شي.

نورستاني زیاته کړه، چې کمېسیون اوس هم د درملوک کمپنۍ سره په اړیکه کې دی تر څو څو تورې او سپینې رایې سره بېلې او د راتلونکې سه شنبې په ورځ کمېسیون ته نتایج په لاس ورکړي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې ټینګار وکړ، د درملوک کمپنۍ سره د تخنیکي ستونزو، د رایو د بیا شمېر او ځينو نورو تخینکي ستونزو په پام کې نیولو سره کمېسیون پرېکړه کړي، چې د لړم ۲۳ مه لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com