پر ډېورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته شوې

6 عقرب 1398 ساعت 8:14

کونړ ولایت کې پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغان او پاکستان ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې له امله یې څلور تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


کونړ ولایت کې پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغان او پاکستان ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې له امله یې څلور تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته پرون یکشنبې د لړم پنځمه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل په سیمه کې غیر قانوني پوځي تاسیسات جوړ کړي.

افغان ځواکونو د پاکستاني ځواکونو مخینوی وکړ، چې په ځواب کې یې پاکستاني ځواکونو په ډزو لاس پورې کړ او د افغان ځواکونو سره په نښته کېوتل.

د کونړ ولایتي شورا وایي، د پاکستاني ځواکونو په ډزو یوه ښځه وژل شوې او درې کسه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

جګړه په دقیق ډول د کونړ ولایت د ناړې ولسوالۍ اړوند کې پر ډېورنډ فرضي کرښه رامنځ ته شوې، چې د کونړ چارواکي یې هم پخلی کوي.

د کونړ ولایت مقام هم وایي، پاکستان ځواکونو غوښتل په غیر قانوني ډول پر یاده کرښه تاسیسات جوړ کړي، چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخنیوی وشو.

چارواکي وايي، پاکستاني عسکرو څو څو ځله په سیمه کې قوانین مات کړي دي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي. د پېښې په اړه تر دې ډېر جزیات نشته دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کندهار په سرحدي سپین بولدک ولسوالۍ کې هم ډېورنډ فرضي کرښې ته نېږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې وه.

خو دا نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پاکستاني ملېشو د طالبانو چې له ډېورنډ کرښې راوښتي و او غوښتل یې پر افغان ځواکونو بریدونه وکړي، ملاتړ کاوه.

هغه مهال د کندهار چارواکو ویلي و، چې پاکستانې ملېشې او طالبان یې په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121717

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121717/

جمهور
  https://www.jomhornews.com