پاکستان کې د حکومت ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي

6 عقرب 1398 ساعت 8:35

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د عمران خان په مشرۍ د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي او وایي، د عمران خان حکومت په درغلیو واک ته رسېدلی.


د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د عمران خان په مشرۍ د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي او وایي، د عمران خان حکومت په درغلیو واک ته رسېدلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لاریونونه د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند چې مشري یې مولانا فضل الرحمن کوي، پیل شوي دي.

د مولانا فضل الرحمن ګوند وايي، د عمران خان حکومت په درغلیو واک ته رسېدلی او ځکه یې پر ضد راپورته شوي او باید ختم شي.

لاریون کوونکي په خپلو شعارونو کې د عمران خان له واکه لرې کېدل او پر ځای یې له سره ټاکنې او نوی حکومت رامنځ ته کول غواړي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال مولانا فضل علي حقاني، چې په لاریون کې و، ویلي، عمران د استعفا ورکړي، بیا د ټاکنې وشي او ټاکنې باید د پوځ په لاس کې نه وي.

د هغه په وینا کومې ټاکنې چې پوځ کوي یوه بېګه یې ټولې دنیا وکتله، او وروستۍ خبره دا چې څومره اسلامي اوامر دي، باید ټول خوندي او پلي شي.

په ورته وخت کې د پاکستان اپوزېسیون نورو ګوندونو چې عموامي نېشنل، پیلز او مسلم لیګ (ن ) هم په کې شامل دي پرېکړه چې د حکومت ضد لاریونونو کې به د مولانا فضل الرحمن ملاتړ کوي.

ویل کېږي له ګڼو سیمو خلک لاریونونو ته را روان دی، خو پاکستاني حکومت یې پر وړاندې ستونزې جوړوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121720

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121720/

جمهور
  https://www.jomhornews.com