روسیه:امریکا دروغ وایي، ابوبکر البغدادي موږ وژلی نه امریکایانو

6 عقرب 1398 ساعت 10:39

د امریکا دفاع وزارت د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل کېدو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې دروغ بللې وایي، بغدادي د روسي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی نه د امریکايي.


د امریکا دفاع وزارت د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي  وژل کېدو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې دروغ بللې وایي، بغدادي د روسي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی نه د امریکايي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون تایید کړه، چې د داعش مشر البغدادي د سوریې په ادلب ښار کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د ټرمپ په وینا دا چې په چاودنه کې د بغدادي جسد په مکمل ډول له منځه وړل شوی و خو امریکایي پوځیان وتوانېدل، چې د ډي ان اې معایناتو له لارې معلومه کړی، چې وژل شوی کس بغدادي دی.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم و ویل، چې امریکایي ځوکونو غوښتل بغدادي ژوندی ونیسي، خو هغه یو تونل ته ننوت، تسلیم نه شو او ځان پورې تړولو توکو ته یې چاودنه ورکړه، چې په غالب ګومان ځان یې و واژه.

خو د روسیې دفاع وزارت د امریکا د ولسمشر او امریکایي چارواکو دغه څرګندونې دروغ بللې وایي، د سورې په لوېدیځ ادلب کې هېڅ امریکایي الوتکې او چورلکې، چې عملیات وکړي نه دي لیدل شوې.

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي«موږ هېڅ کره معلومات او شواهد نه لرو، چې ګڼې د امریکا پوځ دې په ادلب کې د بغدادي پر ضد عملیات کړي وي.»

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ټینګار کړی، چې دوی هېڅ داسې شواهد نه لري، چې ګنې امریکایي پوځیانو دې د سوریې په ادلب کې د داعش د مشر پر ضد عملیات کړي وي.

هغه ویلي«اول دا چې هېڅ ډول هوايي برید چې امریکايي پوځ الوتکو او یا د داعش ضد ائتلاف په ادلب کې کړی وي د شنبې او ورپسې ورځو کې نه دی تر سره شوی، دوهم دا چې موږ هېڅ دا ټول معلومات نه لرو، چې ګنې په ادلب سیمه کې د امریکايي ځواکونو د پرواز تر سره کېدو سره مرسته وکړي.»

د روسیې دفاع وزارت وایي، درېیم دا هغه ټولې سیمې چې تاوتریخوالی په کې کم او د سوریې د دولت تر کنټرول لاندې دي، د النصر ډلې چې د القاعده د سوریې څانګه ده، له خوا اداره کېږي او دا ډله تل د داعش او د هغوی د عناصرو پر ضد اقدامات کوي، ځکه هغوی خپل اصلي رقیبان بولي او دې ته په کتو ګمان نه کېږي، چې د داعش مشر د هلته ارام او پټ شوی وی.

دغه وزارت په پای کې ویلي نېږدې څلور میاشتې وړاندې او هغه مهال چې داعش ډله د سوریې د پوځ او د روسي جنګي الوتکو پر مټ له منځه ولاړه د بغدادي د وژل کېدو خبر پر اوضاع او ادلب کې د پاتې ترهګرو ډلو پر فعالیت کوم اغېز ونه کړ.

د روسیې دفاع وزارت وايي، اوس دوی د هغه معلوماتو په کره والي کار کوي، چې احتمال لري ابوبکر البغدادي د میلادي میاشتې مۍ کې د سوریې په رقه کې چې د داعش اصلي مرکز و د روسیې په یوه هوايي برید کې وژل شوی وي.

د روسیې دفاع وزارت وايي، دغه هوايي برید هغه وخت تر سره شو، چې دوی معلومات تر لاسه کړل، چې د داعش ډلې مشران په دغه سیمه کې غونډه لري.

یاد وزارت زیاته کړې، دغه برید په دقیق ډول د مۍ میاشتې په ۲۸ مه نېټه او هغه وخت تر سره شو، چې یوې بې پیلوته روسي الوتکې د غوندې ځای او وخت په نښه کړ.
 
دغه وزارت وايي، د دوی د معلوماتو او پلټنو پر اساس چې له مختلفو کانالو څخه تر لاسه شوي ښيي، چې بغدادي هم په دې ناسته کې ګډون درلود.
 
د روسیې دفاع وزارت زیاتوي، په دغه برید کې د داعش یو شمېر لوړ پوړي مشران او دغه راز ۳۰ تنه سیمه ییز قوماندانان له ۳۰۰ ساتونکو سره و وژل شول.

د دغه راپور پر بنسټ روسیه وایي، له دې برید وروسته همغه وو، چې داعش ډلې له رقه چې د دوی اصلي مرکز و شاتګ وکړ او په وینا یې د دغه برید د ځای او وخت په اړه یې له مخکې امریکا خبره کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 121731

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121731/

جمهور
  https://www.jomhornews.com