ننګرهار:

په نوي جوړېدونکي ښوونځي کې چاودنې دوه تنه وژلي

6 عقرب 1398 ساعت 13:01

سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې په یوه نوي رغېدونکي ښوونځي کې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې په یوه نوي رغېدونکي ښوونځي کې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آزانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د لړم ۶ مه سهار شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په مترانو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه په یوه نوې رغېدونکي ښوونځي کې د اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي او ټول هغه کسان دي، چې په یاد ښوونځي کې یې مزدوري کوله.

تر اوسه د چاونې مسوولیت چا نه دي اخیستی.

جمهور خبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 121733

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121733/

جمهور
  https://www.jomhornews.com