امرخېل: د ټاکنیز مهال ویش نقض؛ ټاکنیزه سرغړونه ده

6 عقرب 1398 ساعت 13:18

په ولسي چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی سلاکار او د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل وايي، د ټاکنو کمېسیون لخوا په بار بار د ټاکنیز مهال ویش نقض؛ ټاکنیزه سرغړونه ده.


په ولسي چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی سلاکار او د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل وايي، د ټاکنو کمېسیون لخوا په بار بار د ټاکنیز مهال ویش نقض؛ ټاکنیزه سرغړونه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امرخېل ویلي که په ټاکنو کې ۷ میلیونو وګړو برخه اخیستې وه د هغوي رایه شمیرنې به څومره وخت نیولی وو؟

نوموړي نن دوشنبه پر خپل ټوېټر لیکلی«د کمېسیون لخوا په کراتو مراتو د ناسمو معلوماتو او ارقامو وړاندې کول او په هغې کې د فاحشو ارقامو ښکته پورته کیدل هغه څه دي چې ولس ته یې باید په اړه قانع کوونکي معلومات وړاندې شي.»

پر ټاکنو د څار شبکې چې له ګڼو مدني بنسټونو څخه جوړه شوې هم نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د ټاکنو د پایلو ځندول د نه منلو وبلله او له کمېسیون څخه یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو د علان نېټه د روانې لړم میاشتې ۲۳ مه اعلان کړه.

د ټاکنو د کمېسیون مشرې حواعلم نورستاني پرون په دغه خبري ناسته کې وویل، کمېسیون نه وغواړي شفافیت د سرعت قرباني کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121735

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121735/

جمهور
  https://www.jomhornews.com