ځینې افغان سیاسیون:

خلیلزاد هڅه کوي انس حقاني خوشی شي

7 عقرب 1398 ساعت 10:40

یو شمېر افغان سیاسیون وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي، انس حقاني د طالبانو له زندانه خلاص شي.


یو شمېر افغان سیاسیون وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي، انس حقاني د طالبانو له زندانه خلاص شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان سیاسیون په وینا افغانستان د سولې په تړاو د خلیلزاد د سفر یوه موخه هم دا ده، چې انس حقاني خوشی شي.

دوی وایي، خلیلزاد هڅه کوي، چې انس حقاني د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو په بدل کې چې له طالبانو سره زنداني دي تبادله شي.

له افغان سیاسیون څخه د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد هم په دې باور دی، چې د باور فضا رامنځ ته کولو لپاره دواړه لوري باید یو د بل زندانیان خوشي او تبادله شي.

د هغه په وینا تر څو چې زندانیان خوشې نه کړای شي، تاوتریخوالی به شدید وي، خو که د ښه نیت له مخې زندانیان تبادله کړای شي، دا به نېک اقدام وي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي که څه هم نه وايي چې ایا خلیلزاد له حکومت څخه د انس حقاني د خوشې کولو غوښتنه کړې که نه ولې زیاتوي، په دې اړه به پریکړه افغان حکومت کوي.

ښاغلي صدیقي ویلي، دا هم په موږ پورې اړه لري چې طالب زندانیانو سره څه ډول چلند کوو؟

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121756

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121756/

جمهور
  https://www.jomhornews.com