خلیزاد د افغان سولې په تړاو پاکستان ته تللی دی

7 عقرب 1398 ساعت 10:47

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په تړاو پاکستان ته رسېدلی دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په تړاو پاکستان ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد تېره شپه (د لړم ۶ مه) اسلام آباد ته رسېدلې او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره یې لیدلي.

خلیلزاد له عمران خان سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې او په دې برخه کې یې د پاکستان د ریښتینې او تل پاتې مرستې غوښتنه کړې ده.

راپورونه وایي، عمران خان په خپلو خبرو کې د افغانستان د جګړې په سیاسي او سوله ییز حل ټینګار کړی او ویلي یې دي، ټولو خواو ته پکار ده، چې د تاوتریخوالي په کمولو کې عملي اقدامات وکړي.
 
عمران خان زیاته کړې پاکستان د یو نږدې دوست او ګاونډي په توګه د افغانستان د سولې لپاره رښتینې مرستې ته ژمن دی.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، په افغانستان کې سوله د سیمې او پاکستان د ملي ګټو لپاره مهمه ده، نو ځکه پاکستان په دې برخه کې همکاری ته چمتو دی.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد په کابل کې څو ورځې تېرې کړې، چې په کې یې د افغان حکومت له مشرانو سره بېره د یو شمېر سیاسیونو سره هم پر سوله خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121757

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121757/

جمهور
  https://www.jomhornews.com