پاکستان افغانستان ته د اوړو صادرات بند کړي دي

7 عقرب 1398 ساعت 10:52

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان حکومت د غنمو او اوړو د کمښت او بیو د کنټرول له امله پر افغانستان د اوړو صادرات بند کړي دي.


په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان حکومت د غنمو او اوړو د کمښت او بیو د کنټرول له امله پر افغانستان د اوړو صادرات بند کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر محمود خان ټولو ادارو ته امر کړی، چې دمګرۍ افغانستان ته اوړه صادر نه کړي.

هغه ویلي، په اوس وخت کې دوی اړو او غنمو ته سخته اړتیا لري، نو ځکه یې پر افغانستان د اړو صادرات بند کړي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی اړ دي، د قحطۍ د مخنیوي لپاره ۳۰۰ زره ټنه اوړه ذخیره کړي او د احتکار کوونکو پر وړاندې هم مبارزه وکړی تر څو سخت افت مخه ونیولی شي.

دی وايي، دا حکم یې د یوې میاشتې لپاره ورکړی دی او که څوک ترې په سرغړونه ونیول شي د جزا د قانون د ۱۴۴مې مادې په اساس به سزا ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121758

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121758/

جمهور
  https://www.jomhornews.com