له طالبانو سره د سولې په اړه د ولسمشر غنی د طرحې جزیات

7 عقرب 1398 ساعت 11:09

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وسله والو طالبانو سره د سولې د طرحې نوي جزیات د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستېتیوت له مسوولینو سره شریک کړي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وسله والو طالبانو سره د سولې د طرحې نوي جزیات د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستېتیوت له مسوولینو سره شریک کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وایي، ولسمشر غني پرون دوشنبې د لړم ۶ مه ارګ کې د د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستېتیوت له مسوولینو سره وکتل.

ولسمشر د امریکا د سولې انسټیټوټ له مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي د سولې لپاره یې اووه ماده ییزه طرحه د دې لپاره جوړه کړې ده چې حکومتي ظرفیتونه ورسره پیاوړي شي او د طالبانو د ادغام زمینه سازي ورسره وشي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې افغان حکومت د یوې باغزته او تل پاتې سولې په لټه کې دي او په دې برخه کې به پوره پوره هڅه کوي.

ولسمشر دغه پلاوي ته د سولې په تړاو خپل اووه ماده ییز پلان تشریح کړی او ویلي یې دي، په دې طرحې سره به د ولسوالیو به کچه شخړې او تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې چې په دې طرحه کې یې نه یوازې د اوربند بلکې د مخامخ خبرو د پيل لارې چارې هم ذکر کړې دي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« موږ به په افغانستان کې د جګړې د لاملونو پر ارزونې او پېژندنه لا زیات کار وکړو، دغه راز زموږ لپاره د جمهوریت مسئله او د ښاروندۍ موضوعات زیات مهم دي، ترڅو سوله په واقعیت بدله شي.»

خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان د شخړو د دوام پر لاملونو په تېره د طالبانو د جګړې په اړه هم خبرې وشوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121760

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121760/

جمهور
  https://www.jomhornews.com