سمنګان کې ترافیکې پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

7 عقرب 1398 ساعت 13:35

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، سمنګان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، سمنګان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سه شنبې د لړم ۷ مه سهار د سمنګان ولایت دره صوف پاین ولسوالۍ په بلوچ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د دره صوف پاین ولسوالۍ د جنایي امر انجنیر قربان وایي، پېښه د یوه کرولا او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ترافیکي پېښه کې د دوه ښځو په ګډون شپږ تنه تپیان شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

د پېښې لامل د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 
 
 


د مطلب کود: 121770

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121770/

جمهور
  https://www.jomhornews.com