کابل کې یو تن بل و واژه او قاتل پولیسو نیولی دی

7 عقرب 1398 ساعت 13:44

پلازمېنه کابل کې د دوه تنو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته یو تن پر دې بل د تومانچې ډزې کړې او وژلی یې دی.


پلازمېنه کابل کې د دوه تنو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته یو تن پر دې بل د تومانچې ډزې کړې او وژلی یې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د لړم ۷ مه د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې مخابراتو وزارت ته څېرمه رامنځ ته شوې.

عیني شاهدان وايي، یو تن وسله وال برید ګر په ډزو دوه تنه و وژل خو د کورنیو چارو وزارت وایي، په پېښه کې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي دې د خبر پخلي تر څنګ وايي، دغه پېښه تر لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، قاتل د پولیسو له خوا نیول شوی او د پېښې د څرنګوالي په اړه پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121771

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121771/

جمهور
  https://www.jomhornews.com