۰

افغان حکومت هڅه کوي د سولې پروسې مدیریت په خپل لاس کې واخلي

سی شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۹
د افغان حکومت له خوا د سولې په تړاو د نوې طرحې له مطرح کېدو سره یو شمېر افغان سیاسیون وايي، له دې کار د حکومت موخه دا ده، چې غواړي د سولې پروسه خپله مدیریت کړي.
افغان حکومت هڅه کوي د سولې پروسې مدیریت په خپل لاس کې واخلي
د افغان حکومت له خوا د سولې په تړاو د نوې طرحې له مطرح کېدو سره یو شمېر افغان سیاسیون وايي، له دې کار د حکومت موخه دا ده، چې غواړي د سولې پروسه خپله مدیریت کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وسله والو طالبانو سره د سولې د طرحې نوي جزیات پرون د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستېتیوت له مسوولینو سره شریک کړل.

د ارګ خبرپاڼه وایي، ولسمشر غني پرون دوشنبې د لړم ۶ مه ارګ کې د د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستېتیوت له مسوولینو سره وکتل.

ولسمشر د امریکا د سولې انسټیټوټ له مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي د سولې لپاره یې اووه ماده ییزه طرحه د دې لپاره جوړه کړې ده چې حکومتي ظرفیتونه ورسره پیاوړي شي او د طالبانو د ادغام زمینه سازي ورسره وشي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې افغان حکومت د یوې باغزته او تل پاتې سولې په لټه کې دي او په دې برخه کې به پوره پوره هڅه کوي.

ولسمشر دغه پلاوي ته د سولې په تړاو خپل اووه ماده ییز پلان تشریح کړی او ویلي یې دي، په دې طرحې سره به د ولسوالیو به کچه شخړې او تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې چې په دې طرحه کې یې نه یوازې د اوربند بلکې د مخامخ خبرو د پيل لارې چارې هم ذکر کړې دي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« موږ به په افغانستان کې د جګړې د لاملونو پر ارزونې او پېژندنه لا زیات کار وکړو، دغه راز زموږ لپاره د جمهوریت مسئله او د ښاروندۍ موضوعات زیات مهم دي، ترڅو سوله په واقعیت بدله شي.»

خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان د شخړو د دوام پر لاملونو په تېره د طالبانو د جګړې په اړه هم خبرې وشوې.

همدې ته په اشارې یو شمېر افغان سیاسیون په دې باور دي، چې ولسمشر غني هڅه کوي، ولس ته ډاډ ورکړي، چې دوی د سولې په خبرو کې څندې ته نه دي.

د سیاسي چارو شنوونکي اکبر جان فولاد جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، د ولسمشر له دې اوه مادیزې طرحې ښکاري، چې د سولې د خبرو جزیات د نورو په لاس کې دي.

د هغه په وینا ولسمشر غني هڅه کوي، په خپلې دې طرحې سره د سولې مذاکرات د امریکایانو له لاسه واخلي، په خپل مدیریت کې یې واخلي او افغانستان د خبرو له څندو و متن ته راکاږي، تر څو امتیاز یې نورو ته ولاړ نه شي.

نوموړی ټینګار کوي، چې دا طرحه ملت ته د دې ډاډ ورکولو په مانا هم ده، چې وښيي، افغانستان د سولې خبرو کې څندې ته نه دی.

د هغه په وینا د امریکا او طالبانو په تېر ځل خبرو کې افغان ولس ته کومه ګټه نه وه، او دا ځل حکومت غواړي دغه پروسه په خپل لاس کې واخلي.

اکبرجان فولاد و ویل، چې دا مهال تر بل هر وخت د بین الاافغاني خبرو لپاره ښه زمینه برابره شوې او طالبانو ته په کار ده، چې بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږي.

نوموړي و ویل، چې اوس د سیمه ییز ملاتړ او نظامي پلوه په انزوا کې دي نو اړ دي، چې خپل افغانیت ثابت او د سولې بین الاافغاني خبرو ته راوګرځي.

خو د سیاسي چارو یو بل کار پوه او طالبانو ته نېږدې کس وحید مژده بیا د سولې نوې طرحه د ولسمشر غنی یو مانور بولي وايي، ولسمشر هڅه کوي، ځان بیا قدرت ته ورسوي.

د هغه په وینا د ولسمشر دغه مانور د امریکا لپاره دی، ځکه امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو په دوه لارې کې ده، چې غني وټاکي، که عبدالله عبدالله.

دی وایي، همدې ته په کتو ولسمشر غني هڅه کوي امریکایانو ته وښي، چې دی د سولې طرحه لري، خو عبدالله یې نه لري.

وحید مژده ټینګار کوي، چې د ولسمشر غني دغه طرحه به د سولې لپاره هېڅ ګټوره تمامه نه شي، ځکه یو کمپایني بڼه لري او بل دا چې طالبان به هېڅ وخت بین الاافغاني خبرو ته حاضر نه شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي