امریکايي ځواکونو افغانستان کې ۱۱۱۳ هوايي بریدونه کړي

8 عقرب 1398 ساعت 8:29

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه راپور کې ویل شوي، چې امریکایي ځواکونو تېره یوه میاشت په افغانستان کې کابو ۱۱۱۳ هوايي بریدونه کړي دي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه راپور کې ویل شوي، چې امریکایي ځواکونو تېره یوه میاشت په افغانستان کې کابو ۱۱۱۳ هوايي بریدونه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راپور ښيي، چې امریکایي ځواکونو سپټمبر په میاشت کې د ورځې ۴۰ هوايي بریدونه پر وسله والو مخالفینو کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره اګست میاشت کې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د دولت پر مخالفینو ۸۱۰ هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت وایي، دا بریدونه د دې لپاره شوي، چې نه غواړي افغانستان د داعش د خراسان څانګې، القاعده او نورو ترهګرو ډولو په مرکز بدل شي.

افغانستان کې د دولت پر مخالفینو د امریکایي ځواکونو د بریدونو زیاتولي خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې یو ځل بیا د سولې خبرې ګرمې شوې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سولې په تړاو سفر پیل کړي او د خپل سفر په ترڅ کې یې بروکسل کې د ناټو او اورپايي ټولنې، مسکو کې د چین، روسیې، پاکستان له استازو، کابل کې د افغان حکومت له مشرانو او سیاسیون او دغه راز پاکستان کې له لومړي وزیر عمران خان سره پر سوله خبرې کړې دي.

که څه هم ویل کېږي، افغانستان او پاکستان ته د خلیلزاد د سفر موخه له طالبانو سره د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خوشي کول دي، خو ځینو پاکستاني چارواکو چې د مسکو غونډه کې یې ګډون کړی و، امریکا غواړي له طالبانو سره خبرې بیا پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121781

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121781/

جمهور
  https://www.jomhornews.com