۰

درملکو شرکت د ولسمشرۍ ټاکنو ۱.۹ میلیون بایومتریک شوې رایې تایید کړې

چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۰
درملوک شرکت چې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یې د بایومتریک دستګاوې برابرې کړې، په یوه پاڼه کې کمېسیون ته تایید کړې، چې د بایومتریک شویو رایو په بانک کې ۱.۹ میلیونه بایومتریک شوې رایې ثبت شوې دي.
درملکو شرکت د ولسمشرۍ ټاکنو ۱.۹ میلیون بایومتریک شوې رایې تایید کړې
درملوک شرکت چې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یې د بایومتریک دستګاوې برابرې کړې، په یوه پاڼه کې کمېسیون ته تایید کړې، چې د بایومتریک شویو رایو په بانک کې ۱.۹ میلیونه بایومتریک شوې رایې ثبت شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طلوع نیوز ویلي، دغه پاڼه د تېرې یکشنبې په ورځ کمېسیون ته لېږدل شوې او په کې ویل شوي، چې کابو ۱۳۷ زره رایې، چې اختلاف لرونکې دي، په احتیاطي دستګاو قرنطین کړې دي.

په راپور کې ویل شي، درملوک دغه پاڼه د کمېسیون د هغه مکتوب په ځواب کې ورته لږلې، چې په کې ویل شوي، ولې ټاکنو کمېسیون په سیستم کې بایومتریک شوې رایې یو میلیون او ۹۲۹ زره او ۳۳ ۳ ښودل کېږي، خو هغه معلومات چې نوماندان یې ویني یو میلیون ۷۹۱ زره او ۷۰۳ رایې ښودل کېږي.

د تاکنو کمېسیون غړي محمد عبدالله د دغه پاڼې په اړه طلوع نیوز ته ویلي، له درملوک سره د مکتوبونو او ایملونو تبادله د همدې دوه عده د تشخص لپاره ده، چې یو میلیون او ۷۹۱ زره رایې سمې دي که یو میلیون او ۹۲۹ زره رایې او دا توپیر د څه له وجې دی.

درملوک دغه مکتوب ته په ځوابیه مکتوب کې ویلي، چې په اطلاعاتي بانک کې د نوماندانو د حسابه د هر محل پایلې ښودل کېږي او کله چې د دغه محلونو ټولې بایومتریک شوې رایې جمع شي یو میلیون، ۷۹۱ زره او ۷۰۳ رایې ثبت شوې.

خو تر څنګ یې ۱۳۷ زره او ۶۳۰ نورې بایومتریک شوې رایې په قرنطین کې دي.

درملوک شرکت ویلي د دوی د مرکزي معلوماتو له مخې په څو ځایو کې د ټاکنو کارکوونکو د رایو پاڼې سهار وختي د ورځې له پای ته رسېدو وړاندې ثبت کړې، او وروسته د هغه محلونو بایومتریک دستګاوې غیر فعالې شوې.

خو د رایو ورونکو د بایومتریک لپاره د ټاکنو په ورځ په دې محلونو کې احتیاطي کارکوونکي وو او احتیاطي دستګاوې یې فعالې کړې او رایه ورونکو خپلې رایې ثبت کړې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي