پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، د عمران خان په مشرۍ د یوه نامشروع حکومت پر ضد درېدل مقدس جهاد دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مولانا فضل الرحمان چې پرون سه شنبې د لړم ۷مه یې د پنجاب په ملتان ښار کې یوې جلسې ته په وینا کوله ویلي، د عمران خان په مشرۍ اوونۍ حکومت په درغلیو راغلی او مشروعیت نه لري.
نوموړي ټینګار کړي، چې په پاکستان کې د ده په وینا د ولس په رایو ډاکه نه مني او د ډاکوانو (غلو) پر ضد به خپلې جګړې ته مبارزې ته دوام ورکړي.
مولانافضل الرحمان زیاته کړې، د عمران خان په مشرۍ د یو نامشروع حکومت پر وړاندې درېدل مقدس جهاد دی.
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر وايي، اسلام اباد ته یې د تلو موخه دا ده چې نړیوالو ته وښیي چې موجوده حکومت د پاکستانیانو حقیقي استازي نه دي.
د هغه په وینا عمران خان نه یوازې دا چې نامشروع دی، بلکې نااهله هم دی او په خبره یې همدا لامل دی چې د پاکستان اقتصاد ته سخته ضربه رسېدلې ده.
نوموړي زیاته کړې، د عمران خان په مشرۍ حکومت جعلي دی او د ولس اختیار نه لري.
باید و ویل شي، چې د ملا فضل الرحمن په مشرۍ د ازادۍ په نامه لاریون پرون له ملتانه لاهور ته روان شوی دی او پکې په زرګونو خلکو ګډون کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل