والي:

فاریاب ولایت کې ګڼ داعشیان له کورنیو سره ځای پر ځای شوي دي

8 عقرب 1398 ساعت 12:50

د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې ګڼ شمېر وسله وال د خپلو کورنیو سره ځای پر ځای شوي دی.


د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې ګڼ شمېر وسله وال د خپلو کورنیو سره ځای پر ځای شوي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې والي فایق چې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې فاریاب کې د بهرنیو وسله ولو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د داعش ډلې په ګډون تر څلوېښت ډېرې کورنس د دغه ولایت څو ولسوالیو ته ورغلې دي.

د هغه په وینا دغه داعشیان او نور وسله وال د غور ولایت څخه د فاریاب ګرزیوان او کوهستان ولسوالیو ته ولې، خو وایي، دوی هڅه کوي، پر وړاندې یې عملیات پیل کړي.

د فاریاب والي ټینګار وکړ، هڅه یې دا ده، چې ژر تر ژره د دغه وسله والو پر ضد هوايي او ځمکني پراخ عملیات پیل کړی او هغوی ترهګریزو کړنو ته پرېنږدي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 


د مطلب کود: 121792

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121792/

جمهور
  https://www.jomhornews.com