۰

په ټاکنیز کمپاینونو کې، تر ټولو زیاتې پیسې غني او کمې نجرابي مصرف کړې

چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۵
د ټاکنو خپلواک کمېسیون راپور ښيي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو په کمپاینونو کې تر ټولو زیاتې پیسې محمد اشرف غني او تر ټولو کمې هغه یې غلام فاروق نجراب مصرف کړې دي.
په ټاکنیز کمپاینونو کې، تر ټولو زیاتې پیسې غني او کمې نجرابي مصرف کړې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون راپور ښيي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو په کمپاینونو کې تر ټولو زیاتې پیسې محمد اشرف غني او تر ټولو کمې هغه یې غلام فاروق نجراب مصرف کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشریزه ټاکنو د نوماندانو د مالي لګښتونو په راپور کې ویل شوي، محمد اشرف غني په ټاکنیز کمپاین ۲۰۱ میلیونه افغانۍ لګولې او دوه سوه زره افغانۍ ورسره مرسته شوې.

خو ډاکتر عبدالله عبدالله بیا په ټاکنیز کمپاین کې کابو ۲۱ میلیونه افغانۍ لګولې او څه باندې ۲۱ میلیونه افغانۍ مالي مرسته یې تر لاسه کړې ده.

د راپور پر اساس عنایت الله حفیظ بیا نېږدې څلور میلیونه افغانۍ لګولې او کابو شپږ میلونه افغانۍ مالي مرسته یې تر لاسه کړې ده.

نور الله جلیلي بیا ۶ میلیونه او ۷۸۵ زره افغانۍ لګولې خو هېڅ مالي مرسته ورسره نه ده شوې او محمد حکیم تورسن بیا څه باندې درې میلیونه او ۲۸۳ زره افغانۍ لګولې او ۱۴۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ مالي مرسته یې تر لاسه کړې ده.

په راپور کې ویل شوي، نورالحق علومي نږدې درې میلیونه افغانۍ لګولي او ۷۶۰زره افغانۍ مرسته ورسره شوې، عبدالطیف پدرام څه باندې ۱.۲ میلیونه افغانۍ لګولي او نږدې ۱.۳ میلیونه افغانۍ مالي مرسته یې ترلاسه کړې، نوررحمن لیوال څه باندې ۴۶۸زره افغانۍ مصرف کړي او ورسره ۵۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته شوې او غلام فاروق نجرابي ۱۸۶زره افغانۍ لګولي او هېڅ مالي مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.

خو ګلبدین حکمتیار، حنیف اتمر، احمدولي مسعود، زلمي رسول، رحمت‌الله نبیل، شیدا محمد ابدالي، فرامرز تمنا او محمد ابراهیم الکوزي د کمپاینونو د لګښت او مالي مرستو په اړه کمېسیون ته راپور نه دی ورکړی.

د یادونې ده، چې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د تګلارې په اساس، هر نوماند د تلې د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو لپاره په کمپاینونو کې د نږدې ۴۴۲ میلیونه افغانیو د مصرفولو حق درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي