کندهار کې چاودنې ۷ ملکي وګړي ټپیان کړي دي

8 عقرب 1398 ساعت 13:14

راپورونه وایي، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د موټر سایکل بم چاودنه کې ۷ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.


راپورونه وایي، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د موټر سایکل بم چاودنه کې ۷ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۸ مه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وایي، چاوېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې اېښودل شوي و او موخه یې د کندهار د اتمې حوزې د پخواني امر ورور.

د راپورونو پر اساس په چاودنه کې د کندهار د اتمې حوزې د پخواني امر ورور ته زیان نه دی رسېدلی خو ۷ نور ملکی وګړي یې ټپیان کړي دي.

د کندهار چارواکو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د چاودنې مسوولیت چا اخیستی.

جمهورخبري اژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 121796

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121796/

جمهور
  https://www.jomhornews.com