۰

خلیلزاد، له عمران خان او باجوه سره پر لیدنې خپل سفر پای ته رسولی دی

چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۳
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي.
خلیلزاد، له عمران خان او باجوه سره پر لیدنې خپل سفر پای ته رسولی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسلام آباد کې د امریکا سفارت نن چهارشنبې د لړم ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد د اکتوبر په ۲۸ مه او ۲۹ مه له خان او باجوه سره لیدلي.

خبرپاڼه وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمېدو باندې خبرې اترې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، دواړو لورو ویلي، په افغانستان کې د سولې ټنګښت د سیمې په امنیت او اقتصاد مثبت اغېز کوي.

ویل کېږي خلیلزاد اسلام آباد ته په سفر او له پاکستاني چارواکو سره پر لیدونو خپل دا ځلي سفر پای ته رسولی دی.

په ورته وخت کې د عمران خان مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې د هغه له قوله ویلي، چې خلیلزاد ته یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د هېواد هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، خان په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د عملي قدمونو د پورته کیدو په اړتیا ټینګار کړی دي.

 د پاکستان لومړي وزیر ویلي، پاکستان چمتو دی، چې څه یې په توان او ممکن وي د یو ګډ مسؤلیت د یوې برخې په توګه یې د سولې د ژر هوکړې بشپړېدو لپاره تر سره کړي.

عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله، امنیت، ثبات او هوساینه د پاکستان او سیمې په ګټه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي