د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په یوولسو ولایتونو کې فرهنګي زونونه جوړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادو وزارت په همدې تړاون نن چهارشنبې د لړم ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د فرهنګي زونونو د جوړولو چارو د همغږۍ کمېسيون پرون په همدې تړاو غونده وکړه.
سرچینه زیاتوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جمهوري رياست د چارو ادارې له لوى رياست سره په همکارۍ، په دې برخه کې د چارو د ښه سمون په موخه په يوولسو ولايتونوکې فرهنګي زونونه جوړوي.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ ویلي دغه زونونه د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو په چوکاټ کې جوړېږي چې ټولې فرهنګي مسئلې له واحدې مرجع څخه رهنمايي شي.
نوموړې زیاته کړې، د فرهنګي زونونو د جوړولو په اړوند عامه پوهاوى يو اساسي اصل دى او خلک بايد په دې پوه شي چې فرهنګي زونونه په کومو موخو جوړېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل