امنیتي چارواکي: جوزجان کې موټر بم برید ۱۰ طالبان وژلي

8 عقرب 1398 ساعت 13:46

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې خپل موټر بم چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې خپل موټر بم چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جوزجان امنیتي چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه د یاد ولایت په مرادیان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان ویلي، طالبانو غوښتل په دغه موتر بم باندې د جوزجان – بلخ پر لویه لار پر افغان ځواکونو برید وکړي، خو د روانېدو پر وخت یې خپله پر طالبانو چاودنه کړې.

د هغه په وینا په دې چاودنه کې ۱۰ وسله وال طالبان وژ شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 
 


د مطلب کود: 121801

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121801/

جمهور
  https://www.jomhornews.com