عبدالله د روسیې لومړي وزیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

11 عقرب 1398 ساعت 8:52

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د روسې له لومړي وزیر مدودوف سره کتلي او پر افغان سوله یې خبرې ورسره کړې.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د روسې له لومړي وزیر مدودوف سره کتلي او پر افغان سوله یې خبرې ورسره کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله او مدودوف د شانګهای سازمان د غوڼډې په څنډه کې سره لیدلي او د سولې تر څنګ یې له ترهګرۍ سره پر مبارزې او ټاکنو هم خبرې کړي دي.

عبدالله په خپل ټوېټر پاڼه هم لیکلي، چې له ښاغلي مدودوف سره یې کتلي او له هغه سره خبرې یې اغېزمنې بللې خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

د روسیې دولتي آژانس تاس هم ویلي، مدودوف او عبدالله په افغانستان کې پر وضعیت خبرې وکړې او هغه زیاته کړې، ښه موقع یې درلوده، چې په افغانستان کې پر پرمختګونو خبرې وکړو.

په ورته وخت کې عبدالله د روسیې له لومړي وزیر څخه مننه کړې چې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم اشاره کړې، ویلي یې دي، د ټاکنو پایلې چې هر څه وي، د مسکو او کابل پر اړیکو بې اغېزې وي.

تاس د عبدالله له قوله وايي، د ټاکنو پایلې به څو ورځو یا اوونیو کې معلومې شي، خو پایلې یې چې هر څه وي، د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ فضا ټینګه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121842

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121842/

جمهور
  https://www.jomhornews.com