تخار کې د موټر چپه کېدو ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

11 عقرب 1398 ساعت 9:38

سیمه ییز چارواکي تایید وي، چې تخار ولایت کې د یوه بس موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي تایید وي، چې تخار ولایت کې د یوه بس موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، پېښه نن شنبې د لړم ۱۱ مه سهار مهال د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې پېښه د تخار – بدخشان پر لویه لار هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو بس موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

دی زیاتوی، چې په دغه پېښه کې دوه ماشومان، دوه مېرمنې او یو نارینه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکی بې پروايي او دغه زار د یادې لویې لارې خراب حالت ښودلی دی.

د یادونې ده، دغه کورنۍ له کابل څخه بدخشان ته روانه وه، چې په لار کې یې موټر چپه شو.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 


د مطلب کود: 121847

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121847/

جمهور
  https://www.jomhornews.com