۰
خلیلزاد:

افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د تاوتریخوالي کمېدل اړین دي

شنبی ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د تاوتریخوالي کمېدل اړین دي.
افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د تاوتریخوالي کمېدل اړین دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د تاوتریخوالي کمېدل اړین دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد چې تېره اوونۍ دوه ځلې له کابل څخه لیدنه کړې د خپل سفر تر پای ته رسېدو وروسته یې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لار سیاسي حل لار بولي.

د امریکا سفارت هم نن شنبې د لړم ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد له ولسمشر غني، عبدالله عبدالله، پخوانیو چارواکو، سیاسیونو او مدني ټولنې له استازو سره کتنه کې د خپل ماموریت په اړه غږېدلی او د سولې د بهیر په اړه یې د هغوی نظریات اورېدلي دي.

خبرپاڼه وايي، ځانګړي استازي ویلي، د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یو سیاسي هواري ملاتړ کوي.

د سرچینې په خبره خلیلزاد پر دې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره اړینه ده، چې ښکېل لوري تاوتریخوالی راکم کړي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد تېره اوونۍ کابل ته راغلی و او افغانستان ته د راتګ موخه یې هم د طالبانو سره د دوه برمته امریکايي استادانو خوشي کولو وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي