سیمه ییز چارواکي وايي، د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه مات او هغوی پر شا تمبول شوي دي.
چارواکو ویلي، طالبانو له تېرو دوه شپو راهیسې په سانچارک ولسوالۍ ډلیز بریدونه پیل کړي و، چې د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخ شول.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن شنبې د لړم ۱۱ مه جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، په دغه نښتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژلش وي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا جګړه کې دوه افغان سرتېري هم وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي، خو د طالبانو بریدونه په مکمل ډول مات شوي او شا تګ ته اړ شوي دي.
نوموړي دا هم ویلي، چې طالبانو د سرپل په سوزمه قلعه کې هم د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې هلته هم له کلک مقاومت او ماتې سره مخ شوي دي.
په ورته وخت کې هغه دا خبرداری هم ورکړل، چې د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ او دغه راز غور ولایت کې غونډې کړې او پر سوزمه قلعه ولسوالي د برید تابیا کوي.
د سرپل د والي ویاند وايي، دغه موضوع له مرکز سره شریکه شوې او هغوی ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به په سیمه کې د افغان ځواکونو پراخ هوايي او ځمکني عملیات تر سره شي.
جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض