د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

د ولسمشرۍ ټاکنو یو میلیون ۸۴۳ زره ۱۰۷ رایې د اعتبار وړ دي

12 عقرب 1398 ساعت 8:51

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزه ټاکنو د اعتبار وړ رایې یو میلیون ۸۴۳ زره ۱۰۷ اعلان کړې.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزه ټاکنو د اعتبار وړ رایې یو میلیون ۸۴۳ زره ۱۰۷ اعلان کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون غړي اورنګ زېب پرون شنبې د لړم ۱۱ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د ټاکنو مرکزي کمېسیون سرور کې له یو میلیون او ۹۲۹ زره څخه زیاتې رایې وې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا په خپره شوې اعلامیه کې هم تایید شوې، چې د مرکزي کمېسیون په سرور کې همدومره رایې وې.

خو په وینا یې درملوک جرمني شرکت له دغه رایو څخه تر ۸۶ زره څه زیاتې رایې باطلې اعلان کړې، چې اوس په سرور کې یو میلیون، ۸۴۳ زره او ۱۰۷ رایې د اعتبار وړ دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي اورنګ زېب و ویل، په باطلو شویو ۸۶ زره رایو کې د تکراري انځورونو، له انځور څخه د انځور اخیستلو او د سهار له اووه بجو څخه د مخه او د ماښام له پنځه بجو څخه وروسته کارول شوې رایې شاملې دي.

د ښاغلي اورنګ زېب په وینا دا ځل د عقرب په ۲۳مه د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په تړاو هېڅ تخنیکي ستونزه او بهانه نشته.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې دوی د رایو بیا شمېرنې ته پوره چمتوالی لري او دا بهیر به ډېر ژر پیل شي.

د کمېسیون په وینا د دوی تخنیکي کارکوونکي د درملوک کمپنۍ په معلوماتو کار کوي او څېړي یې او د کمېسیون تر تصمیم وروسته به د څاروونکو او رسنیو په وړاندې د رایو بیا شمېرنه پیل شي.

ټاکل شوې چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه او وروستۍ پایلې یې د قوس په ۱۵مه اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121869

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121869/

جمهور
  https://www.jomhornews.com