۰

ارګ، ملګرو ملتونو او امریکا سفارت افغانستان کې پرونۍ پېښې غندلې

یکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۶
ولسمشر محمد اشرف غني، د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر او کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې پرونۍ ماین چاودنې په کلکو ټکو غندلې دي.
ارګ، ملګرو ملتونو او امریکا سفارت افغانستان کې پرونۍ پېښې غندلې
ولسمشر محمد اشرف غني، د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر او کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې پرونۍ ماین چاودنې په کلکو ټکو غندلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون د تخار د درقد ولسوالۍ په طاهریان او دغه راز د پکتیکا ولایت د سروروضې په سلطاني کلیو کې پر ملکي وګړو د سړک د غاړې ماین چاودنې وشوې.

د تخار د درقد ولسوالۍ په طاهریان کلي د ښوونځي پر زده کوونکو هغه مهال د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه، چې دوی له ښوونځي رخصت او د کور په لور روان وو.

د ځايي چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې ۹ ماشومان، چې د دویم نه تر څلورم ټولګي پورې زده کوونکي وو، وژل شول.

د چارواکو په وینا ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، چې قرباني یې ملکي وګړي په تېره بیا د ښوونځي ماشوم زده کوونکي شول.

دغه راز پرون د پکتیکا ولایت د سروروضې په سلطاني کلي کې هم د ولسي وګړو په سراچه موټر د سړک د غاړې خښ شوي ماین چاودنه کړې.

 د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمود ارین وایي، ماین طالبانو ایښی و، چې په چاودنه کې یې د یوې کورنۍ د څلورو غړو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.

تر دغه چاودنو وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې ماین چاودنو د ۱۶ تنه ملکي افغانانو ژوند واخیست او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما او دغه راز په کابل کې د امریکا سفارت دغه چاودنې په کلکو ټکو غندلې دي.

د ارګ به خبرپاڼه ویل شوي، طالبان نه شي کولائ چې په داسې وحشیانه حملو د افغانستان د نوي نسل عزم چې تعلیم او پرمختګ غواړي، مات کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر (یوناما)  هم د پرون بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

دغه دفتر ویلي د بشري حقونو د ادارې یوې ډلې یې په تخار کې د پېښې په اړه د حقیقت موندلو هڅې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي